Monday, March 24, 2014

Ameer Hamza Shenwari

    

ټينګه په وعـده نه شوې داڅه چــل دی
کلکه پښـتنه نه شــوې داڅــه چــل دی
ډېره ګســــــتاخي مې نظر اوکـــړلـــــه
ماته ولې سره نه شوې دا څه چـــل دی
ته مې مــــــخ روڼی د ماښامـــونو يې
سوزې خو ډيوه نه شوې دا څه چل دی
تاخـــــودوختـــــونوپروا نه کــــــــړله
لاړې راستنه نه شوې دا څـــه چل دی
ټنډه د حمـــــــــزه وې د قسمت غـــوټه
مړشوته خوره نه شـوې دا څه چل دی