Sunday, March 23, 2014

تل به په لارد مېـــړنــــو ســــره ځم

_______________________________________________


تل به په لارد مېـــړنــــو ســــره ځم 
يمـــــه پښـتون د پښــتنو ســـــره ځم
د مليت نمــره د پـــرخې پـه څــــېر 
ستا د دې شـــــوخوپلـوشـــوسره ځم
دا چې خرد هـــــم په ملت ځــاروي 
زه دې همـــداسې لـېونو ســـــره ځم
پام كــــــوه زه هغـــه نظــــر نه يمه 
چې به په دود د ســـپېلنو ســــره ځم
وايي اغيـــــار چې د دوزخ ژبــه ده 
زه به جنت ته د پښـــــتو ســــره ځم
راستنېدى چې نه شي وخت خونه يم 
خـو د حالت د تقـــــــاضـو سـره ځم
كړمه جــهان چې د پښــــتون ځملي 
د خـــــــپلو پېغلو حـوصلـو سره ځم
وړم مســــتقبل ته د مـاضي روايات 
زه د خپل حـال د ولـــولـو ســره ځم
څوچې راغونډپه يومركزيې نه كړم 
هرې تپې ته د جرګو ســـــــــره ځم